اطلاعات روز: د زابل روغتیایي مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز قلات ښار کې د ترافیکي پېښې له امله ۴۹ تنه ټپیان شوي دي.
د زابل د عامې روغتیا ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پېښه تېره شپه (دوشنبه، ۱۲ د زمري) په شاوخوا ۱۰:۳۰ بجو د قلات ښار اړوند د «باکورزو« په سیمه کې د یوه ۵۸۰ ډوله بس موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د پېښې ټول ټپیان د درملنې لپاره د زابل ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
روغتیايي مسولانو د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بللی، خو له ډلې یې د درېیو هغو حالت نسبتاً د اندېښنې وړ بللی او د ښې درملنې لپاره کندهار ته لېږدول شوي دي.
د افغانستان پر لویو لارو ډېر کله دا ډول پېښې د موټر چلوونکو د ګړندي تګ، بې احتیاطۍ او د ترافیکي قوانینو د نه مراعات له امله رامنځته کېږي.
