د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې متحده ایالات غواړي خپلې پنځه بهرنۍ سیاسي استازولۍ وتړي.
رویټرز نن (سېشنبه، ۱۳ د زمری) په خپل راپور کې لیکلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو استازولیو د تړلو طرحه کانګرس ته وړاندې کړې ده.
د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې د امریکا سفارت په سېنټ جورج، ګریناډا، د امریکا قونسلګرۍ په ناګویا (جاپان)، مېدان (اندونیزیا) او دوآلا (کامرون) او همدارنګه د امریکا د سفارت څانګیز دفتر په وینیپېګ (کاناډا) وتړل شي.
دا پرېکړه د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د امریکا د ډیپلوماتیک حضور د کمولو د پالیسۍ په چوکاټ کې شوې ده.
په دې وروستیو کې د امریکا قونسلګري د پاکستان په پېښور کې هم د تل لپاره تړل شوې ده.
د ۲۰۲۵ کال په لومړیو میاشتو کې کله چې ډونالډ ټرمپ بېرته سپینې ماڼۍ ته ستون شو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د «امریکا لومړی» پالیسۍ او د اداري بروکراسۍ د کمولو په موخه به د دغه هېواد لږ تر لږه ۱۲ بهرنۍ سیاسي استازولۍ وتړل شي.
خو دیموکراتان او د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ او ملي امنیت یو شمېر پخواني چارواکي استدلال کوي چې د امریکا د ډیپلوماتیک حضور کمېدل او همدارنګه د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) له منځه وړل، چې په ټوله نړۍ کې یې میلیاردونه ډالر مرستې برابرولې، د امریکا نړیوال مشرتابه کمزوری کولی شي.
