د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان، وایي چې هېواد یې د جګړې د پراخېدو غوښتونکی نه دی، خو له خپلو پولو او ملي حاکمیت څخه دفاع کوي.
ایراني رسنیو نن (سهشنبه، ١٣ د زمری) د یوې رسمي غونډې پر مهال د پزشکیان د وینا ځینې برخې خپرې کړې دي.
پزشکیان ویلي، ایران له خپلو پولو او ملي حاکمیت څخه دفاع کوي، خو د جګړې د پراخېدو په لټه کې نه دی.
هغه زیاته کړې چې دا شخړه د هغو کسانو د «شرارت او زورواکۍ» له امله رامنځته شوې چې په خپلو حدودو نه قانع کېږي.
د ایران ولسمشر ویلي: «موږ نه غواړو جګړه دوام ومومي، خو باید هڅه وکړو چې په دې شرایطو کې داسې یوه ټولنه جوړه کړو، چې دښمن پرې طمع ونه کړي، ورننوتل پکې ونه شي کولای او ونه توانېږي چې دا ټولنیز جوړښت ټوټې ټوټې او له منځه یوسي.»
دا په داسې حال کې ده چې د تېرو څو ورځو راهیسې د ایران او امریکا ترمنځ نښتې درېدلې دي.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، وایي چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې روانې دي.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، له امریکا سره د هر ډول خبرو اترو ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې نه د کوم پلاوي کوربه دی او نه هم کوم عملي پلان لري چې د خبرو لپاره کوم پلاوی کوم ځای ته واستوي.
همدې موضوع د ټرمپ غوسه راپارولې او هغه ویلي چې د ایران مشران په نه باورېدونکي ډول دوهمخیز دي؛ په پټه د خبرو اترو غوښتنه او زارۍ کوي، خو په ښکاره او په ویاړ سره د روانو مذاکراتو شتون ردوي.
