د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د بودجې د کمښت له امله د ژوند ژغورونکو پروګرامونو د کمېدو ترڅنګ، د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د ماشومانو خوارځواکي بحراني پړاو ته رسېدلې ده.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، اوس مهال هلمند، دایکنډي، زابل، بغلان، ارزګان، پکتیکا، نورستان، سرپل، غور، کندهار، فاریاب او لوګر هغه ولایتونه دي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ له بحراني وضعیت سره مخ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، دا اداره او شریکان به یې ونه شي کولای د لا ډېرو ماشومانو د شدیدې خوارځواکۍ مخه ونیسي، او دا وضعیت به په راتلونکو میاشتو کې د لا ډېرو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
د یاد پروګرام د راپور له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي عموماً د جولای او اکتوبر ترمنځ خپل اوج ته رسېږي.
د ساري ناروغیو زیاتوالی، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی، د تغذیې اړینو خدمتونو کمښت او د خوړو ناامني د دې وضعیت مهم لاملونه بلل شوي دي.
خو سږ کال ډېرو ماشومانو ان د خوراکي توکو د نسبي ډېرښت په موسم کې هم کافي خواړه نه دي موندلي، او د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ماشومانو د خوړو ناامني ۴۷ سلنې ته رسېدلې ده.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي ډېر کم په یوازې ځان رامنځته کېږي، بلکې له نورو ستونزو سره یوځای د ماشومانو د مړینې خطر په جدي ډول زیاتوي.
جان آیلیف، د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مشر، ویلي دي: «د افغانستان په روغتیايي مرکزونو کې د خوارځواکو ماشومانو کمزوری ژړا لا هم اورېدل کېږي؛ هلته چې اندېښمنې میندې، چې ډېری یې خپله هم له لوږې کړېږي، خپل ماشومان د درملنې په هیله روغتیايي مرکزونو ته راولي.»
هغه زیاته کړې: «موږ وینو چې د هېواد راتلونکی نسل د کمزورۍ پر لور روان دی، په داسې حال کې چې اوس د کرنیزو حاصلاتو د راټولولو او د خوراکي توکو د ډېرښت موسم دی. دا وضعیت نه یوازې دردونکی، بلکې هېڅ د منلو وړ هم نه دی.»
د راپور له مخې، د جګړو، بېکارۍ، د خوراکي توکو د بیو لوړېدو او د بشري مرستو د بودجې د کمېدو ګډ اغېز په افغانستان کې د خوارځواکۍ د اندېښمنوونکو کچو د زیاتوالي سبب شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په ټول افغانستان کې ۱۴۲ روغتیايي مرکزونه وتړل شول او د بشري مرستو د کمېدو له امله له ۱۳ زرو څخه ډېر ماشومان د خوارځواکۍ د درملنې له پروګرامونو پاتې شول.
یادې ادارې ویلي، سږ کال هم د سختو تغذیوي توکو د کمښت له امله پاتې تغذیوي پروګرامونه له جدي ستونزو سره مخ دي. دا کمښت د منځني ختیځ د جګړو او د پاکستان د پولې د تړل کېدو له امله رامنځته شوی دی.
د ادارې په وینا، دغو بحرانونو د اکمالاتي لارو بهیر ګډوډ کړی او لګښتونه یې لوړ کړي، چې له امله یې نږدې یو میلیون خوارځواکې میندې او ماشومان د پنځو میاشتو لپاره له اړینو تغذیوي خدمتونو بېبرخې پاتې شوي دي.
اټکل کېږي چې روان میلادي کال به په افغانستان کې نږدې ۳.۷ میلیونه ماشومان په حادې خوارځواکۍ اخته شي، او همدارنګه به ۱.۲ میلیونه امیندوارې ښځې او شیدې ورکوونکې میندې هم له خوارځواکۍ سره مخامخ شي.
د خوړو نړیوال پروګرام وایي، که بېړنۍ پانګونه او مالي ملاتړ ونه شي، تمه ده چې دا شمېرې به نورې هم لوړې شي.
جان آیلیف ویلي دي: «افغانستان اوس مهال د نړۍ له تر ټولو سختو او دوامداره خوارځواکۍ بحرانونو څخه له یوه سره مخ دی، او دا ټکان ورکوونکې شمېرې ښايي تر دې هم لوړې شي. دا بحران کولی شي له ټولو پخوانیو اټکلونو واوړي او ډېر ماشومان او میندې د هغو مړینو له خطر سره مخ کړي چې مخنیوی یې ممکن دی.»
د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کوي چې د خوارځواکۍ د درملنې او مخنیوي خدمتونو پراخول د دې بحران د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره بشپړ اړین دي. خو اوس مهال د خوارځواکۍ د مخنیوي پروګرامونو لپاره هېڅ بودجه نه شته.
یاد پروګرام د روان میلادي کال په دویمه نیمایي کې په افغانستان کې د خوارځواکۍ پر ضد د مبارزې او د خوراکي مرستو د دوام لپاره د ۵۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو بودجې غوښتنه کړې، خو تر اوسه د دې بودجې لویه برخه نه ده برابره شوې.
