د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، استرالیا د افغانستان بشري مرستو صندوق ته ۹ میلیونه استرالیایي ډالر، چې نږدې ۶.۳۴ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، مرسته کړې ده.
اوچا نن (سېشنبه، ۱۳ د زمري) په ایکس شبکې کې د یوه پوسټ له لارې د افغانستان بشري مرستو صندوق سره د مرستې له امله له استرالیا څخه مننه کړې ده.
دې ادارې لیکلي: «په داسې وخت کې چې بشري اړتیاوې مخ په زیاتېدو دي او سرچینې محدودې دي، ستاسو ملاتړ په ټول افغانستان کې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو د دوام له پاره مرسته کوي.»
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په روان میلادي کال کې په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له ډلې یې ۱۷.۵ میلیونه کسان د بشري مرستندویه ادارو له خوا د لومړیتوب په توګه ټاکل شوي دي.
ملګرو ملتونو د دغو خلکو د ملاتړ لپاره د ۱.۷ میلیارده امریکایي ډالرو بودجې غوښتنه کړې، خو تر اوسه یوازې ۲۶.۱۶ سلنه یې برابره شوې ده.
