د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د دفاعي تړون له لاسلیک دوه ورځې وروسته، د یمن حوثیانو اعلان کړی چې د سعودي عربستان په جازان کې یې د ارامکو د تېلو پر یوه چاڼځای برید کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د حوثیانو ویاند یحیی سریع نن (یکشنبه، ۱۸ د زمري) اعلان وکړ چې دغه چاڼځای د یوې بېپیلوټه الوتکې په وسیله په نښه شوی دی.
د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت نن له غرمې مخکې ویلي وو، چې په دغه چاڼځای کې رامنځته شوې اورلګېدنه مهار شوې، خو د اورلګېدنې د علت په اړه یې معلومات نه وو ورکړي.
دغه وزارت زیاته کړې چې په اورلګېدنه کې هېڅوک نه دي وژل شوي او نه هم چا ته زیان اوښتی، او مسوول چارواکي د پېښې په اړه څېړنې کوي.
د جازان د تېلو چاڼځای د سعودي عربستان په سوېل لوېدیځ کې، د سره سمندرګي پر ساحل او د یمن پولې ته څېرمه موقعیت لري. دغه چاڼځای هره ورځ د ۴۰۰ زره بېرله خامو تېلو د تصفیې ظرفیت لري.
د یمن حوثیان، چې د ایران ملاتړ ورسره دی، تر دې مخکې هم په جازان او ینبع کې د ارامکو د تېلو پر تاسیساتو، چې د سره سمندرګي پر ساحل موقعیت لري، بریدونه کړي دي.
دغه ډلې پر سعودي عربستان د سمندري محاصرې اعلان هم کړی او د سره سمندرګي او بابالمندب تنګي کې یې د سعودي حکومت اړوند پر ځینو بېړیو بریدونه کړي دي.
د حوثیانو دغو بریدونو په سیمه کې کړکېچونه زیات کړي، د انرژۍ د عرضې د لا ډېرې ګډوډۍ لامل شوي او د نړیوال اقتصاد په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.
