د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال دفتر خبر ورکړی چې د هېواد په لوېدیځ هرات ولایت کې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت ارزونې یو لابراتوار پرانیستل شوی دی.
دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه لابراتوار نن (یکشنبه، د زمري ۱۸مه) د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په حضور کې پرانیستل شو.
عبدالغني برادر د دغه لابراتوار د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې له دې وروسته به له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته د واردېدونکو خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو کیفیت او اعتبار د همدې لابراتوار له لارې ارزول کېږي.
هغه ویلي، چې له دې لارې به د بېکیفیته، تقلبي او غیرمعیاري توکو د واردولو مخه ونیول شي.
نوموړي زیاته کړې: «دغه لابراتوار به د وارداتي توکو ترڅنګ، د کورنیو تولیداتو د کیفیت د تثبیت او د صادراتو د پراختیا په برخه کې هم فعالیت وکړي. له دې سره به افغان محصولات د کیفیت له پلوه د نورو هېوادونو له محصولاتو سره سیالي وکړي او په نړیوالو بازارونو کې به د باور وړ ځای خپل کړي.»
د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال له سوداګرو غوښتي چې د بېکیفیته محصولاتو له واردولو ډډه وکړي او له کورنیو تولیدوونکو یې هم غوښتنه کړې چې د خپلو تولیداتو کیفیت ته پاملرنه وکړي.
طالبانو تر دې مخکې هم د هېواد په ځینو نورو ښارونو کې د کیفیت ارزونې د لابراتوارونو د جوړېدو او فعالېدو خبر ورکړی و.
خو له دې سره سره، ښاریانو څو ځله د وارداتي او کورنیو تولیداتو، په ځانګړې توګه د خوراکي توکو او درملو، د ټیټ کیفیت په اړه شکایتونه کړي دي.
