په داسې حال کې چې د ایران او امریکا ترمنځ د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د جګړې د پای ته رسېدو په اړه د هوکړې هیلې زیاتې شوې دي، د دې سمندري لارې په ورودي برخه کې یوه بېړۍ تر برید لاندې راغلې ده.
ایراني رسنیو او ځینو نړیوالو شبکو راپور ورکړی چې د یکشنبې په شپه ۱۸( د زمري) د عمان ساحلونو ته څېرمه یوه بېړۍ د کروز توغندي په برید کې په نښه شوې ده.
ایراني ورځپاڼې «دنیای اقتصاد» په خپل راپور کې زیانمنه شوې بېړۍ «سرغړونکې» بللې ده.
دغې ورځپاڼې لیکلي چې د عمان په لوري کې یوه بېړۍ د سمندري کروز توغندي په وسیله په نښه شوې ده.
په همدې حال کې، هغه انځورونه چې له دې پېښې سره تړاو ورکړل شوی، په سمندر کې د یوې بېړۍ د اور اخیستو صحنه ښيي.
د راپورونو له مخې، دغه بېړۍ د عمان په ساحلونو کې، د هرمز تنګي په ورودي برخه کې د مسندم ټاپووزمې د «کومزار» سیمې ته نږدې، له برید وروسته اور اخیستی دی.
تر اوسه د ایران او عمان چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې، پرته له دې چې د تېرې شپې پېښې ته مستقیمه اشاره وکړي، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هرمز تنګي په اوبو کې پر بېړیو د ایران د سپاه پاسداران ګواښونه او بریدونه لا هم دوام لري.
دغې ادارې ویلي چې د شنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو اړوند یوه نفتوړونکې بېړۍ په دې سمندري لاره کې په نښه شوې وه او د هرمز تنګي له لارې سوداګریز تګ راتګ «لا هم په ټیټه کچه او یوازې د ګوتو په شمېر بېړیو» پورې محدود پاتې دی.
د دې ادارې په وینا، د سپاه پاسداران بریدونه او اقدامات، چې پکې د بېړیو د پېژندنې لپاره راډیويي اړیکې، د بېپیلوټه الوتکو الوتنې او د سوداګریزو بېړیو هدفمند څارنه شامل دي، لا هم دوام لري.
