پکتیا کې د طالبانو امنیتي مسوولان وایي، چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې ناپېژانده وسله والو یو ډاکتر وژلی دی.
د پکتیا ولایت د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ ویاند، عبدالباري منیب ځدراڼ وایي، دغه ډاکټر تېره ورځ د مازیګر په ۵:۳۰ بجو (یکشنبه، ۱۸ د زمري) د ګردېز ښار د «بلندمنزلونو» په سیمه کې، د پکتیا ولایتي روغتون مخې ته وژل شوی دی.
د هغه په وینا، د وژل شوي ډاکټر نوم «عبدالخنان» نومېده او په پکتیا ولایتي روغتون کې یې د «ستاژ» دوره تېرهوله.
ځدراڼ زیاته کړې چې عبدالخنان د «بادي ټوپک» په ډزو وژل شوی دی.
تر اوسه د پېښې عاملین او د دغه ډاکټر د وژنې انګېزه نه ده معلومه.
