په زابل ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شوی دی.
د دغه ولایت د سوداګرۍ خوني رئیس محمد هاشم مرغه وال وایي، یاد نندارتون تېره ورځ (یکشنبه، ۱۸ د زمري) پرانیستل شوی، چې په شاوخوا ۳۰ غرفو کې یې بېلابېل کورني توليدات، قیمتي ډبرې او محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.
د هغه په وینا، چې دغه نندارتون کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازارموندنې په موخه جوړ شوی دی.
بل پلو، د يو شمېر صنعتکاران او سوداګر کورنيو توليداتو ته د بازارموندنې لپاره دا ډول نندارتونونه ګټور بولي.
