د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې مسوولان وايي، د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ له لارې به زابل او روزګان ولایتونه د روزګان له خاص روزګان ولسوالۍ سره ونښلول شي.
د دې ادارې لپاره طالب ویاند، محمد یوسف حماد، ویلي، چې د یادې لارې د جوړولو چارې پیل شوې دي.
حماد زیاته کړې، دا سړک ۲۵ کیلومتره اوږدوالی او شپږ متره سور لري، چې د جوړولو مالي لګښت یې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې له داخلي بودجې ورکول کېږي او تمه ده چې پروژه به په شاوخوا پنځو میاشتو کې بشپړه شي.
د نوموړي په خبره، د دې لارې له بشپړېدو سره به د زابل او روزګان د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ، سوداګرۍ او نورو برخو کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.
