د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، چې د ټاپي پروژې د ګازو د پېرلو هوکړهلیک د «افغان ګاز» دولتي شرکت او «ترکمنګاز» شرکت ترمنځ د هرات په تورغونډۍ کې لاسلیک شوی دی.
هغه ویلي چې د دغه هوکړهلیک د لاسلیک په مراسمو کې د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي برديمحمدوف هم ګډون کړی و.
د دغه هوکړهلیک له مخې به د ګازو بیه، د افغانستان د ګازو اړتیا او د هغې د وېش څرنګوالی مشخص شي.
ټاپي د ترکمنستان د ګازو د لېږد هغه پروژه ده چې د افغانستان له لارې یې پاکستان او هند ته انتقالوي.
دغه پروژه د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۴ لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې د ترکمنستان په خاوره کې پیل شوه او د ۱۳۹۶ لمریز کال د کب په میاشت کې د افغانستان، هند او ترکمنستان د مشرانو له خوا د افغانستان په هرات کې پرانیستل شوه.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه پروژه درول شوې وه، خو دې ډلې یو کال مخکې یو ځل بیا د هغې د کار د پیل مراسم ترسره کړل.
ټاپي د ګازو هغه نللیکه ده چې ۵۶ انچه قطر لري او د ترکمنستان د ګالکینیش له ګازمیدان څخه د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ۱۸۱۴ کیلومترو په اوږدوالي غځول کېږي.
ټاکل شوې چې دغه نللیکه د افغانستان له هرات، نیمروز او کندهار ولایتونو څخه تېره شي، بیا د پاکستان له کویټې او ملتان څخه د هند پنجاب ایالت یوې سیمې، فضیلکا، ته ورسېږي.
دغه د ګازو نللیکه په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګازو د لېږد ظرفیت لري.
