د جنوبي کوریا ولسمشر لي جې مېونګ شمالي کوریا ته وړاندیز کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د رسمي پای ته رسولو لپاره خبرې اترې وکړي.
ښاغلي لي دا موضوع د شنبې په ورځ (د زمري ۲۴مه) د جاپاني استعمار څخه د کوریا د آزادۍ د ۸۱مې کلیزې په مناسبت په خپله وینا کې مطرح کړې ده.
د جنوبي کوریا رسمي خبري اژانس یونهاپ راپور ورکړی چې ښاغلی لي غواړي د جنوبي او شمالي کوریا ترمنځ هغه اوربند چې په ۱۹۵۳ کال کې رامنځته شوی، په یوه رسمي سولې تړون بدل شي او د اوږدې جګړې دایمي پای ته زمینه برابره شي.
لي ویلي: «راځئ چې د یو بل د ګواښلو نیتونه پرېږدو او د مستقیمو ښکېلو لورو په توګه د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې پیل کړو.»
هغه زیاته کړې چې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام درول به د جنوبي کوریا له غوښتنو څخه وي.
لي ویلي: «په دې بهیر کې موږ کولای شو د شمال د اټومي وړتیاوو د لا پرمختګ د مخنیوي لپاره د اغېزمنو لارو په اړه بحث وکړو.»
د ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۵۳ کال پورې جګړه، چې کوریا یې په شمالي او جنوبي برخو ووېشله، د یوه اوربند له لارې پای ته ورسېده؛ خو د سولې رسمي تړون لاسلیک نه شو. له هغه وروسته څو ځله سیمه کې پراکنده ډزې شوې او تبلیغاتي جګړه او ترینګلتیا، چې د یو بل د له منځه وړلو تر ګواښونو پورې رسېږي، لا هم روانه ده.
له ۲۰۰۶ کال وروسته، کله چې شمالي کوریا خپل اټومي پروګرام پیاوړی کړ، جنوبي کوریا د خپل امنیت له امله له شمال څخه لا ډېره واټن ونیو. په ۲۰۱۷ کال کې د پیونګ یانګ پنځو بریالیو اټومي ازموینو د کیم جونګ اون حکومت له پراخو نړیوالو بندیزونو سره مخ کړ او دغه هېواد یې لا زیات منزوي کړ.
په ۲۰۱۸ کال کې د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون سفر د دواړو کوریاوو ترمنځ غیرنظامي سیمې ته او له جنوبي کوریايي چارواکو سره د هغه خبرې، د سولې د ټینګښت لپاره د هیلو زمینه برابره کړه؛ خو هغه بندیزونه چې د جنوبي کوریا متحدینو پر شمالي کوریا لګولي وو، د خبرو د دوام امکان یې له منځه یووړ.
اوس یو ځل بیا ولسمشر لي هیله څرګنده کړې چې جنوبي او شمالي کوریا دې د سولهییز ګډ ژوند او متقابل پرمختګ لپاره مخامخ خبرو ته کېني.
هغه زیاته کړې: «زه به د دښمنۍ او مقابلې انرژي د سولهییز ګډ ژوند او متقابل پرمختګ په انګېزې بدله کړم.»
خو پیونګ یانګ تر اوسه د سئول دې وړاندیز ته په رسمي ډول ځواب نه دی ورکړی.
