«د افغانستان د آزادۍ جبهې» ویلي چې ځواکونو یې د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه رېنجر موټر برید کړی چې د جګړې له کرښې څخه د تېښتې په حال کې و او دغه پوځي موټر درې ته لوېدلی دی.
دغې جبهې پر اېکس ټولنیزې شبکې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه تېره ورځ (شنبه، د اسد ۲۴مه) د زیباک ولسوالۍ د «سنګلیچ» په کلي کې رامنځته شوې ده.
«د افغانستان د آزادۍ جبهې» ویلي، چې په دغه رېنجر موټر کې طالبان سپاره وو او موټر په «دهشکه» سمبال و.
جبهې زیاته کړې چې دغه رېنجر د جګړې له کرښې څخه د تېښتې پر مهال په نښه شو، درې ته ولوېد او د سپرو کسانو د برخلیک په اړه تر اوسه معلومات نشته.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
که څه هم طالبان د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ کې د «افغانستان د آزادۍ جبهې» د ځواکونو شتون ردوي، خو دغه جبهه ادعا کوي چې ځواکونه یې لا هم په زیباک کې حضور لري او د طالبانو پر وړاندې عملیات ترسره کوي.
