عراقچي: د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې خنډ نشته

Oplus_131072

په داسې حال کې چې افغان وګړي ایران ته د ویزې ترلاسه کولو پر مهال له محدودیتونو سره مخ دي او دغه ویزې په تور بازار کې په لوړه بیه پلورل کېږي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د افغان وګړو لپاره د ویزو د صادرولو په برخه کې هېڅ خنډ نشته.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، عراقچي د شنبې په ورځ (۲۴ د زمری) د ایران د رضوي خراسان ولایت د ګرځندوی او لاسي صنایعو د پانګه‌والو په تخصصي غونډه کې ویلي: «د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان اتباعو ته د ویزو د صادرولو په برخه کې کوم خنډ نه لري او چمتو دی چې د واقعي غوښتونکو، په ځانګړي ډول د روغتیايي ګرځندویانو لپاره د ویزې د صادرولو بهیر اسانه کړي.»

عراقچي ویلي چې د روغتیايي ګرځندوی د غوښتونکو لپاره باید ځانګړي سیستمونه او مشخصې پروسې جوړې شي، څو واجد شرایط کسان وکولای شي په لا ډېرې اسانۍ ایران ته داخل شي.

افغان وګړي ایران ته د کار موندنې ترڅنګ د درملنې لپاره هم سفر کوي.

په تېرو وختونو کې په افغانستان کې د ایران سیاسي استازولیو افغان وګړو ته سیاحتي ویزې ورکولې، خو له تېر کال راهیسې یوازې کاري ویزې ورکوي. کاري ویزې هم محدودې دي او ترلاسه کول یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

له دې سره سره، د ایران ویزې په تور بازار کې تر دوه زره ډالرو پورې پلورل کېږي. هغه افغان وګړي چې د ویزې ترلاسه کولو توان نه لري، د قاچاقي لارو سفر غوره کوي؛ هغه مرګونی مسیر چې ځینې کډوال یې تر منزل پورې نه رسېږي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د کار غوښتونکو ۱۹ کسیزه ډله د ایران پر لور د نیمروز په دښتو کې ورکه شوه او ټول غړي یې د تندې او لوږې له امله مړه شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته