قطر د ایران هغه ادعا رد کړه چې ګواکې درې ایراني پیلوټان یې نیولي دي

Oplus_131072

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد انصاري د ایران هغه ادعا په کلکه رد کړه چې ګواکې درې ایراني پیلوټان د قطر له خوا نیول شوي دي. هغه وویل، له داسې «ګمراه کوونکو څرګندونو» ډېر حیران شوی دی.

انصاري د شنبې په شپه (۲۴ د زمري) پر اېکس د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي: «موږ د ایراني پیلوټانو د نیول کېدو په اړه مطرح شوې ادعاوې په کلکه ردوو.»

د ایران د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز د ورکو شویو کسانو د لټون کمېټې قوماندان سید محمد باقرزاده تېره ورځ ادعا کړې وه چې درې ایراني پیلوټان د قطر په بند کې دي.

هغه له نړیوال سره صلیب څخه غوښتي وو چې د دغو پیلوټانو د برخلیک د روښانه کېدو لپاره همکاري وکړي.

د ایران د سپاه پاسداران دغه قوماندان په هغه لیک کې چې د نړیوال سره صلیب کمېټې ته یې استولی او ایراني رسنیو یې محتوا خپره کړې، ویلي چې د ایران دوه سوخو-۲۴ جنګي الوتکې د روان میلادي کال د مارچ په دویمه د یوې «جنګي دندې» د ترسره کولو لپاره په قطر کې د یوې پوځي اډې پر لور ولېږل شوې.

د نوموړي په وینا، دغې الوتکې د بېرته ستنېدو پر مهال د هوايي دفاع له خوا په نښه شوې او پیلوټانو یې له الوتکو څخه ځانونه ایستلي دي.

هغه زیاته کړې چې له څلورو پیلوټانو څخه یو، مجید کاظمي، تېره میاشت په شیراز کې خاورو ته سپارل شوی او درې نور پیلوټان «د قطري ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي».

خو د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خپل هېواد له هوايي حریم څخه د سرغړونې وروسته پر ایراني جنګي الوتکو د دفاعي برید ترسره کېدل تایید کړي، خو ویلي یې دي چې د پیلوټانو له برخلیک څخه خبر نه دي.

انصاري ویلي: «زموږ د قلمرو د دفاع لپاره د نړیوالو قوانینو له مخې لازم اقدامات ترسره شول. په دې برخه کې باید ووایو چې د قطر د لټون او ژغورنې ټیمونو د پیلوټانو د پاتې شونو د موندلو لپاره خپلې دندې په بشپړه توګه ترسره کړې. د قطر حکومت له ایراني لوري سره اړیکه ونیوله، څو د هغه پیلوټ د پاتې شونو د سپارلو په اړه، چې موندل شوي وو، د نړیوال بشري حقونو د قوانینو له اړوندو احکامو سره سم همغږي وکړي.»

په تېرو میاشتو کې ایراني رسنیو د جګړې په لومړیو ورځو کې د دغه هېواد د هوايي ځواکونو د عملیاتو په اړه راپورونه خپاره کړي دي. همداراز، ځینو ایراني پوځي چارواکو او کارپوهانو ادعا کړې چې د ایران پخوانیو جنګي الوتکو، لکه اف-۵، پر کویټ هم بریدونه کړي او پیلوټان یې په خوندي توګه بېرته ستانه شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته