پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ۲۸ کلنه شمسو بي بي، چې په ټولنیزو رسنیو کې فعاله وه او یوازې په ټیکټاک کې یې ۱.۳ میلیونه پلویان لرل، د پاکستان د پنجاب ایالت په ټیکسلا ښار کې د نامعلومو وسلهوالو له خوا وژل شوې ده.
پاکستانۍ ورځپاڼې «نشن» د ټیکسلا د پولیسو له قوله لیکلي چې دغه ځوانه ښځه د پنجشنبې په ماښام (۲۲ د زمري) په خپل موټر کې د دوو موټرسایکل سپرو وسلهوالو له خوا په ډزو ووژل شوه.
ځايي پولیسو ویلي چې د پېښې پر مهال د هغې ورور او خور هم په موټر کې ناست وو.
هغوی لیدلي چې شاوخوا ۳۰ تر ۳۵ کلونو عمر لرونکي دوه ځوانان پر موټرسایکل ورنږدې شوي او د شمسو بي بي پر غاړه یې دوه ډزې کړې دي.
شمسو بي بي هغه مهال موټر چلاوه. له ډزو وروسته یې د موټر کنټرول له لاسه ورکړ او موټر یې له یوه باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.
د شمسو ۱۵ کلنه کشره خور، اسمیه، هم په دې پېښه کې سخته ټپي شوې او په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
تر اوسه د دې ځوانې ښځې د وژنې عاملان او د وژنې انګېزه نه ده معلومه.
په پاکستان کې د ټولنیزو رسنیو د فعالو ښځو د وژلو پېښې پخوانۍ سابقه لري.
یوازې تېر کال، د دوو میاشتو په موده کې، دوه ځوانې ښځې؛ ۱۷ کلنه ثنا یوسف په اسلاماباد او سمیرا راجپوت په سند کې، د ډزو له امله وژل شوې وې.
