په کندهار کې د طالبانو د رېنجر د چپه کېدو له امله د ماشومانو په ګډون یوولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کندهار کې سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت د سپینبولدک ولسوالۍ په «تېلو بازار» سیمه کې د طالبانو د یوه رېنجر موټر د چپه کېدو له امله درې ماشومان مړه شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
سرچینې ویلي پېښه تېره ورځ (شنبه، ٢٤ د زمري) په یاده سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا، چې طالبانو ماشومان په دغه رېنجر کې سپاره کړي وو او غوښتل یې د اګست د ۱۵مې د لمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، چې د رینجر موټر د چټک رفتار او پر رينجر د لوبو له وجې، دغه موټر اوښتی او پکې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
دا پېښه داسې مهال راپور شوې چې د اګست د ۱۵مې د مراسمو پر مهال د افغانستان په ځینو برخو کې د طالبانو له خوا د پوځي موټرو د نندارې او د جشنونو لپاره د هغوی د کارولو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
