په کندهار کې سرچینې وايي، یو پخوانی پوځي چې د عبدالرازق اچکزي له نږدې کسانو څخه و، د پاکستان په کوټه ښار کې وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، دغه پخوانی پوځي حاجي ورور اچکزي نومېده او د تېر حکومت پر مهال د کندهار ښار د دویمې امنیتي حوزې آمر و.
سرچینې وايي، حاجي ورور اچکزي د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د طالبانو له وېرې کوټې ته تللی و او هلته یې ژوند کاوه.
د سرچینو په وینا، هغه نن سهار (یکشنبه، ۲۵ د زمری) د کوټې ښار د خپل کور په شاوخوا کې د موټرسایکل سپرو وسلهوالو له خوا تر ډزو لاندې راغی او ووژل شو.
تر اوسه د دغه پخواني پوځي د وژنې انګېزه او عاملان نه دي روښانه شوي.
د سرچینو په وینا، حاجي ورور اچکزي د کندهار د پخواني پولیس قوماندان جنرال عبدالرازق اچکزي له نږدې کسانو څخه و.
د طالبانو د واکمنۍ په پنځو کلونو کې، سره له دې چې د دې ډلې د مشر له خوا د عمومي عفوې فرمان ورکړل شوی و، په هېواد کې د پخوانیو پوځیانو وژنې دوام موندلی دی.
د طالبانو منتقدین دغه ډله پر پخوانیو پوځیانو د غچ اخیستونکو وژنو تورنوي؛ خو طالبان دا تور ردوي او ادعا کوي چې د دوی جنګیالي د ملا هبتالله له فرمانونو څخه پیروي کوي.
