اوچا: طبیعي پېښو په افغانستان کې ۹۲ زره کسان اغېزمن کړي دي

Oplus_131072

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په روان میلادي کال کې طبیعي پېښو په افغانستان کې ۹۲ زره کسان اغېزمن کړي دي چې له دې ډلې ۹۷ کسان مړه او ۳۳۱ نور ټپیان شوي دي.

اوچا نن (یکشنبه، ۲۵ اسد) په یوه راپور کې ویلي، چې په تېرو اوو میاشتو کې زلزلو، سېلابونو او ځمکښویېدنې په افغانستان کې له مرګ‌ژوبلې سره مل طبیعي پېښې رامنځته کړې دي.

د اوچا په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۶ میلادي کال د جنورۍ او اګست ترمنځ، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې په ۲۰۲ ولسوالیو کې ۱۳ زره کورنۍ، چې ټولټال ۹۲ زره کسان کېږي، د طبیعي پېښو له امله اغېزمنې شوې دي. له دې ډلې ۵۱ زره کسان د هېواد د ختیځ زون د ولایتونو اوسېدونکي دي.

په دې موده کې ۹۷ کسان مړه، ۳۳۱ کسان ټپیان، ۱۰ زره کورونه زیانمن او ۲۱۰۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

اوچا وايي، د دغو شمېرو تر شا هغه کورنۍ دي چې خپل سرپناه یې له لاسه ورکړې، هغه بزګران دي چې کرنیزې ځمکې یې سېلابونو زیانمنې کړې او هغه ټولنې دي چې له زیانمنو شویو سړکونو، د اوبو لګولو سیستمونو، د اوبو شبکو او سیمه‌ییزو بازارونو سره له ستونزو سره مخ دي.

دغه سازمان اندېښنه ښودلې چې هغه کورنۍ چې له وړاندې د معیشت له محدودو فرصتونو سره مخ دي، د کور یا د عاید د سرچینو له لاسه ورکول یې لا زیاتې زیان‌منېدنې ته اړ کولای شي او پر بشري مرستو یې اتکا ډېره کړي.

په داسې حال کې چې له بېلابېلو اړخونو د بشري مرستو اړتیاوې مخ په زیاتېدو دي، په افغانستان کې د بشري خدمتونو د پروژو مالي ملاتړ په پام وړ ډول کم شوی دی. ملګرو ملتونو د روان میلادي کال لپاره په افغانستان کې د بشري وضعیت د سمون په موخه د ۱.۷۱ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه، خو د کال په لومړۍ نیمایي کې یې له دې بودجې له ۲۰ سلنې، یعنې له پنځمې برخې، کمه برخه ترلاسه کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته