د بریتانیا د سمندري سوداګریزو عملیاتو ادارې اعلان کړی چې د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو پر مهال یو نفتکش د یوې نامعلومې توغندي په وسیله په نښه شوی دی.
دغې ادارې نن (سهشنبه، ۳ د وږي) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه نفتکش تېره شپه د عمان په اوبو کې د «شیشه» سیمې شاوخوا ۱۶ کیلومتره شمالختیځ لوري ته په نښه شوی دی.
د بریتانیا د سمندري سوداګریزو عملیاتو اداره وايي، د نفتکش کپتان راپور ورکړی چې د یوې نامعلومې توغندي له لګېدو وروسته د بېړۍ د ماشینخونې ته زیان رسېدلی او له کاره لوېدلې ده.
د دغې ادارې په وینا، د نفتکش عملې ته کوم زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه هېڅ لوري د دغه نفتکش د برید مسوولیت نه دی منلی.
تر دې مخکې د ورته بریدونو مسوولیت ایران پر غاړه اخیسته، خو په وروستیو اوونیو کې پر څو بېړیو د شویو بریدونو مسوولیت په سیمه کې د ښکېلو اړخونو له لوري نه دی منل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې ایران خبرداری ورکړی چې ټولې بېړۍ باید د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو پر مهال له «د خلیج د اوبو لارې د مدیریت ادارې» سره همغږي وکړي. ایران ویلي چې هغه بېړۍ چې له همغږۍ پرته تګ راتګ وکړي یا له ناامنو مسیرونو، په ځانګړي ډول د عمان ساحلونو ته نږدې سیمو، تېرې شي، د «سرغړونکو» په توګه به په نښه شي.
د بریتانیا د سمندري سوداګریزو عملیاتو اداره وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د هرمز په تنګي کې د بېړیو تګ راتګ لا هم په ټیټه کچه پاتې شوی دی.
