«د افغانستان د ازادۍ جبهې» په بدخشان ولایت کې د زیباک ولسوالۍ په مربوطاتو کې له طالبانو سره د خپلو ځواکونو د تازه نښتې خبر ورکړی دی.
دې جبهې نن (چهارشنبه، د وږي ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه نښته پرون له غرمې وروسته پیل شوې او د شپې تر ۱۰ بجو پورې یې دوام کړی دی.
«د افغانستان د ازادۍ جبهې» ادعا کړې چې په دې نښته کې لږ تر لږه د طالبانو ۱۰ غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
دې جبهې زیاته کړې چې په وژل شویو او ټپیانو کې یو شمېر «بهرني ترهګر» هم شامل دي.
«د افغانستان د ازادۍ جبهې» شاوخوا یوه میاشت مخکې هم د بدخشان د زیباک ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر طالبانو بریدونه کړي وو او ادعا یې کړې وه چې په دې ولسوالۍ کې یې ځینې سیمې نیولې دي.
طالبانو په زیباک کې له «افغانستان د ازادۍ جبهې» له ځواکونو سره لومړنۍ نښته تایید کړې، خو له هغې وروسته یې د شویو نښتو په اړه څه نه دي ویلي.
