په نیپال او چین کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۷۶۸ کسانو ته ورسېد

Oplus_131072

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په نیپال او چین کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۷۶۸ کسانو ته رسېدلی او ۳ زره او ۴۸ کسان لا هم ورک دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د نیپال د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت نن (یکشنبه، د وږي ۸مه) ویلي چې په دغه هېواد کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۷۵۲ کسانو ته رسېدلی او ۲ زره او ۵۰۲ کسان، چې ۵۸۵ بهرني وګړي هم پکې شامل دي، لا هم ورک دي.

په همدې حال کې، د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د چهارشنبې ورځې د سېلابونو له امله په تبت کې ۱۶ کسان مړه شوي او ۵۴۶ نور ورک دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د نیپال حکومت نن اعلان کړی چې د مړو د ښخولو بهیر یې وروسته له هغې پیل کړی چې د هغوی د پېژندنې لپاره یې د «DNA» نمونې اخیستې او نښې یې پرې لګولي دي.

په دغه هېواد کې چې ډېری وګړي یې هندوان دي، مړي په دودیز ډول پر ځانګړو لرګیو ایښودل کېږي او سوځول کېږي؛ له همدې امله د مړو ښخولو بهیر اوږد وخت نیسي.

د نیپال د بهرنیو چارو وزیر امریت بهادر رای خبریالانو ته ویلي چې ټول ښخ شوي کسان په دقیقه توګه ثبت شوي دي. هغه همدارنګه د نړیوالې مرستې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې نیپال د مړو د ساتنې لپاره «له زرو څخه زیاتو» یخچالي دستګاوو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې: «د منل شویو او معیاري کړنلارو، لکه د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د کړنلارو، له مخې د مړو پاتې شوني، په ځانګړي ډول هغه کسان چې پېژندل کېدای نه شي، په لنډمهاله توګه ښخ شوي دي.»

د نیپال د بهرنیو چارو وزیر ویلي: «د ښخولو تر مخه طبي ټیمونو د هر قرباني د DNA نمونه اخیستې، څو کورنۍ وکولای شي وروسته له دې نمونې سره پرتله کړي او د اړینو مراسمو د ترسره کولو لپاره د قبر د پرانیستلو اجازه ترلاسه کړي.»

امریت بهادر رای ویلي: «ډېر مړي راټول شوي او د تجزیې په حال کې دي. د عامې روغتیا د ساتنې لپاره اړ شوو چې د تجزیې په حال کې مړي ښخ کړو.»

نیپال او تبت د چهارشنبې په سهار د ویجاړونکو سېلابونو شاهدان وو. په تبت کې د یوه یخچال د نړېدو له امله د خټو، ډبرو او یخونو ستر سېلاب د همالیا د غرنیو سیندونو په مسیر کې روان شو.

سېلاب کلیو او درو ته ورننوت او د تبت په لهاسا ښار پورې د کټمنډو د لارې پر سر یې برېښناکوټونه، سړکونه او پلونه ویجاړ کړل. له دې لارې سیلانیان او زیارت کوونکي تبت ته تګ راتګ کوي.

له سېلابونو راهیسې د مړو شمېر په پرله‌پسې ډول زیات شوی او د ورک شویو کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې او لټون عملیات لا هم دوام لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته