د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له وینزویلا څخه د ترلاسه کېدونکو تېلو په وسیله به د امریکا ستراتېژیکې تېلو زیرمې بېرته ډکې کړي؛ هغه زیرمې چې د ده په وینا د «خوبولي جو بایډن» د واکمنۍ پر مهال تشې شوې دي.
ټرمپ نن (یکشنبه، د وږي ۸مه) په «ټروت سوشیال» کې په یوه خپرونه کې لیکلي چې د وینزویلا په تېلو د امریکا د تېلو د ستراتېژیکو زیرمو د بېرته ډکولو بهیر به ډېر ژر پیل شي. هغه دغه تېل د امریکا خلکو ته د وینزویلا «ډالۍ» بللې دي.
امریکا او وینزویلا یوه ورځ مخکې اعلان وکړ چې د وینزویلا د ۶۵ میلیارده بېرله ثابتو تېلو د زیرمو په اړه یې یوې تاریخي هوکړې ته رسېدلي دي.
ډونالډ ټرمپ دغه هوکړه «د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو ستر د تېلو تړون» بللی او ویلي یې دي چې امریکا به د وینزویلا پر ۶۵ میلیارده بېرله تېلو کنټرول ترلاسه کړي.
د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې دلسی رودریګز هم دغه هوکړه تایید کړې او تاریخي یې بللې ده.
رودریګز ویلي چې دغه هوکړه د ۲۵ کلونو لپاره اعتبار لري او د وینزویلا حاکمیت به خوندي وي.
د راپورونو له مخې، دغه هوکړه د وینزویلا د ۱۷ مهمو تېلو د ساحو د پراختیا په اړه ده او تمه ده چې د امریکا د ستراتېژیکو تېلو زیرمو په بېرته ډکولو کې هم مرسته وکړي. د امریکا ستراتېژیکه زیرمه اوس شاوخوا ۲۹۰ میلیونه بېرله تېل لري، چې د ۱۹۸۲ کال راهیسې یې تر ټولو ټیټه کچه بلل کېږي.
