د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، هېواد یې د جګړې غوښتونکی نه دی، خو د تېري پر وړاندې به چوپ پاتې نه شي او پرېکنده ځواب به ورکړي.
پزشکیان نن سهار، دوشنبه د وږي په ۹مه، له تهران څخه بیشکک ته د سفر او د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د روانېدو مخکې وویل: «په سیمه کې بېثباتي او ناارامي د هېڅ هېواد په ګټه نه ده او ټول به له ننګونو سره مخ کړي.»
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، پزشکیان زیاته کړه: «د ایران اسلامي جمهوریت د جګړې غوښتونکی نه دی، خو د تېري پر وړاندې به په ځواک او پرېکنده توګه ځواب ورکړي.»
د ایران ولسمشر ټینګار وکړ چې تهران «به هېڅکله د هېڅ ډول تېري پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.»
پزشکیان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې نن سهار یو ځل بیا د ایران او امریکا ترمنځ جګړه پیل شوې ده.
لومړی د امریکا پوځ د ایران په جنوب کې پر لارک ټاپو برید وکړ او وروسته د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ـ فضايي ځواکونو له لوري په اردن کې د امریکا پر پوځي اډو توغندي وتوغول شول.
د نښتو له پیل سره هممهاله، پزشکیان د قرغزستان پلازمېنې بیشکک ته روان شوی، څو د شانګهای همکاریو سازمان په ۲۶مه غونډه کې ګډون وکړي.
