د قبرس په څنډو کې د ترکیې یوه بېړۍ ډوبه شوې؛ ۸ کسان مړه او ۱۸ نور لادرکه دي

Oplus_131072

د قبرس شمالي سیمې ته څېرمه د ترکیې اړوند د یوې مسافر وړونکې بېړۍ له ډوبېدو وروسته، چې ۲۶۷ کسان په کې سپاره وو، لږ تر لږه اته کسان مړه شوي او ۱۸ نور لادرکه دي.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې دا پېښه پرون غرمه، یکشنبه د وږي په ۸مه، د مدیترانې په سمندر کې شوې ده.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، «فیلوجټ» نومې بېړۍ چې لومړی چپه او وروسته ډوبه شوه، د ترکیې د «فیلو دنیزجیلیک» شرکت اړوند وه.

د بېړۍ ځینو ژغورل شویو کسانو ویلي چې «فیلوجټ» د غرمې په ۱۲:۳۰ بجو د قبرس شمالي سیمې له گیرنې بندر څخه د ترکیې د مرسین ولایت د تاشوجو بندر پر لور روانه شوې وه. بېړۍ له حرکت شاوخوا ۱۵ دقیقې وروسته اوبه اخیستل پیل کړل.

بېړۍ له ساحل څخه شاوخوا ۷.۵ کیلومتره واټن کې چپه شوې او د سمندر په شاوخوا ۵۱۴ مترو ژور ځای کې ډوبه شوې ده. تر اوسه د دې پېښې کره علت نه دی معلوم.

رویټرز لیکلي چې یو شمېر ژغورل شویو کسانو ویلي، بېړۍ تر چپه کېدو مخکې «غیرعادي حرکات» کول. د دوی په وینا، د بېړۍ مخکینۍ برخه له یوې سختې ضربې وروسته زیانمنه شوه او اوبه بېړۍ ته ننوتې.

د پېښې یوه ژغورل شوي، افه مولتیسي، له «سي‌ان‌ان ترک» سره په خبرو کې ویلي: «بېړۍ ډېرې بدې حرکات کول. تل به له اوبو پورته کېده او بېرته به پرې لګېده. په شدیده توګه لړزېده. درې یا څلور دقیقې وروسته بېړۍ هوا ته پورته شوه او بیا په ډېر زور ښکته ولوېده. د مخکینۍ برخې چپ لوری ناڅاپه پرانیستل شو او اوبه پکې ننوتل پیل کړل.»

ځینو ژغورل شویو کسانو ویلي چې مسافرو له ډوبېدو مخکې عملې ته د بېړۍ د اوبو اخیستو خبر ورکړی و. داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ګواکې د بېړۍ ځینې دروازې تړلې وې او کپتان له بېړۍ څخه له وخته مخکې وتلی و؛ خو دا ادعاوې لا نه دي تایید شوې. د قبرس شمالي سیمې چارواکو ویلي چې دا ادعاوې به د څېړنو په ترڅ کې وڅېړل شي.

له پېښې څخه خپرو شویو انځورونو کې هغه مسافر لیدل کېږي چې د بېړۍ له چپه کېدو وروسته یې د ژغورنې واسکټونه اغوستي او د بېړۍ پر بدنه پاتې وو، څو د مرستندویو ډلو راتګ ته انتظار وباسي.

د لټون او ژغورنې عملیات د ترکیې او قبرس شمالي سیمې د ساحلي ساتونکو او څو چورلکو په ګډون دوام لري. د بېړۍ د ډوبېدو د ځای زیات ژوروالی د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

د قبرس شمالي سیمې چارواکو ویلي چې کپتان او د عملې اووه غړي د څېړنو لپاره نیول شوي دي.

د قبرس شمالي سیمې لومړي وزیر اونال اوستل ویلي چې د ژغورنې عملیاتو په لومړیو پړاوونو کې ۲۳۷ کسان له اوبو را ایستل شوي او څلور نور کسان وروسته ژغورل شوي دي.

هغه د ترکیې له دولتي ټلوېزیون «تي‌ار‌تي» سره په خبرو کې ویلي چې د دې پېښې په تړاو کپتان او د عملې اووه غړي نیول شوي او د پېښې د ټولو اړخونو په اړه څېړنې پیل شوې دي.

د قبرس شمالي سیمې د ترانسپورت او عامه چارو وزیر «ارهان اریکلي» ویلي چې د هغه وزارت د پولیسو ترڅنګ په جلا توګه د بېړۍ د اسنادو، د سمندري سفر وړتیا، د بندر د جواز او د خوندیتوب د تدابیرو په اړه هم څېړنې کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ترکیه به د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

دا پېښه په سیمه کې د شنبې ورځې له سختو توپانونو وروسته رامنځته شوې ده. خو چارواکو تر اوسه توپان د پېښې د رامنځته کېدو قطعي علت نه دی بللی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته