د بېپولې ډاکټرانو سازمان مسوولان وايي، په کندهار ولایت کې د ۲۰۲۵ کال په پرتله سږ کال د خوارځواکۍ په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۰ سلنه زیات شوی دی.
په کندهار کې د بېپولې ډاکټرانو د روغتیايي مرکز مسوول ضیاالرحمن وايي، د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست میاشتې پورې ۱۲ زره او ۵۳۰ ماشومان، چې په خوارځواکۍ اخته وو، روغتیايي مرکز ته ور وړل شوي دي.
د هغه په وینا، له دغو ماشومانو څخه درې زره او ۴۵۰ یې په شدیده خوارځواکۍ اخته وو، چې یو زر او ۲۹۱ ماشومان یې د روغتیايي ستونزو له امله په روغتیايي مرکز کې بستر شوي دي.
د بېپولې ډاکټرانو سازمان مسوولین وايي، په هېواد کې کافي خوړو ته نه لاسرسی، بېوزلي، د خوړو ناامني، ماشومانو ته د نامناسبو او کمتنوع خوړو ورکول، ناروغۍ، پاکو اوبو او حفظالصحې ته محدود لاسرسی او روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی هغه مهم لاملونه دي، چې د خوارځواکۍ پېښې یې زیاتې کړې دي.
