په افغانستان کې په تېرو پنځو میاشتو کې د ایډز ۸۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

Oplus_131072

روغتیايي مسوولان وايي، د ۲۰۲۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۸۶ کسان په ایډز یا اچ‌آی‌وي اخته شوي دي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، یوازې په تېرو پنځو میاشتو کې ۸۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د طلوع‌نیوز د راپور له مخې، د افغان ـ جاپان روغتون مسوولان وايي چې د ایډز پېښې د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره شوې دي.

د افغان ـ جاپان روغتون د اچ‌آی‌وي/ایډز څانګې مسوول، محمدخان هدایت، ویلي دي: «موږ په ۱۴۰۱ کال کې په ټول کال کې ۸۱ ناروغان ثبت کړي وو، خو تېر کال مو په یوه کال کې ۲۰۰ کسان ثبت کړل. په تېرو پنځو میاشتو کې مو ۸۶ ناروغان ثبت کړي دي.»

تېر کال خپرو شویو شمېرو ښودله چې د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه د اکتوبر تر پایه له ۸۲ زرو څخه زیاتو کسانو د ایډز معاینه کړې وه، چې له دې ډلې ۳۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

تېر کال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د اچ‌آی‌وي پروژې مشرې، دینا پټل، ویلي وو چې د نړیوالو اټکلونو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره کسان له دې ویروس سره ژوند کوي؛ خو یوازې د دغو کسانو یوه برخه پېژندل شوې او ډېری اخته کسان له خپل وضعیت څخه خبر نه دي.

د نوموړې په وینا، ډېری مثبتې پېښې د هغو کسانو ترمنځ ثبت شوې دي چې په نشه‌يي توکو روږدي دي او له ګډو پېچکارو (سرنجونو) څخه استفاده کوي، او همدارنګه د بندیانو ترمنځ.

د دې ملګرو ملتونو د چارواکې په وینا، له ۱۹۸۹ کال راهیسې، چې په افغانستان کې د اچ‌آی‌وي لومړنۍ پېښه ثبت شوې وه، تر اوسه شاوخوا ۴۰۰ کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د ډاکترانو په وینا، ایډز یوه ویروسي ناروغي ده چې د وینې، جنسي اړیکو او له مور څخه ماشوم ته انتقالېدای شي.

تر اوسه د دې ناروغۍ لپاره قطعي درملنه نشته، خو د مناسبو طبي مراقبتونو او درملنې له لارې یې کنټرول کېدای شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته