د عفوې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا سیمهییز دفتر وايي، ځینې افغانې نجونې د خپلو زدهکړو د دوام لپاره له هېواده بهر ته تېښته کوي.
دغه سازمان نن، پنجشنبه د سنبلې په ۲۶مه، د نجونو د زدهکړو د بندیز د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې د افغانستان ډېرې نجونې د خپلو زدهکړو د دوام لپاره مقاومت کوي.
د عفوې نړیوال سازمان ویلي: «نن پنځه کاله کېږي چې طالبانو د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه؛ پنځه کاله کېږي چې میلیونونه نجونې له زدهکړې څخه بېبرخې شوې، پنځه کاله کېږي چې خوبونه او هیلې یې له منځه تللې او پنځه کاله کېږي چې بېعدالتي روانه ده.»
دغه سازمان وايي، د دې وضعیت له تېرېدو پنځه کاله وروسته هم «د افغانستان ډېرې نجونې د اعتراضونو، په پټه په انلاین ښوونځیو کې د زدهکړو او یا د زدهکړو د دوام لپاره له هېواده بهر د تلو له لارې خپل مقاومت ته دوام ورکوي.»
د عفوې نړیوال سازمان له افغان نجونو څخه د ملاتړ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید طالبان اړ کړي چې د نجونو ښوونځي سمدستي بېرته پرانیزي.
پنځه کاله وړاندې، د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي په ۲۶مه، په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو یوازې یوه میاشت تېره شوې وه، دې ډلې د یوه فرمان له لارې د منځنیو او لېسو په کچو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه او یوازې له شپږم ټولګي څخه ټیټو نجونو ته یې اجازه ورکړه چې ښوونځي ته ولاړې شي.
په هغه وخت کې ویل شوي وو چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې به «تر دویم امر» پورې ځنډول کېږي، خو شاوخوا شپږ میاشتې وروسته دغه فرمان د طالبانو په رسمي پالیسۍ بدل شو.
په دې موده کې د نجونو لپاره څو انلاین ښوونځي جوړ شوي او په څو نړیوالو پوهنتونونو کې هم افغان نجونو ته د انلاین زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
که څه هم په دې اړه کره شمېرې نشته، خو د راپورونو له مخې، ګڼو کورنیو د خپلو لوڼو د زدهکړو د دوام لپاره ګاونډیو هېوادونو او یا اروپايي هېوادونو ته کډه کړې ده.
