«د ازادۍ جبهه»: په کابل کې د طالبانو دوه غړي وژل شوي

Oplus_131072

«د افغانستان د ازادۍ جبهه» وايي، ځواکونو یې په کابل کې د طالبانو پر یوه امنیتي پوسته په برید کې د دې ډلې دوه غړي وژلي دي.

د ازادۍ جبهې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه برید د چهارشنبې شپې شاوخوا ۸:۵۰ بجې (د وږي ۲۵مه) د کابل ښار د ۱۱مې امنیتي حوزې اړوند د «سرای شمالي» په سیمه کې ترسره شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه برید کې د طالبانو دوه غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

تېره شپه په کابل کې ځینو سیمه‌ییزو سرچینو په سرای شمالي کې د یوې چاودنې د رامنځته کېدو خبر ورکړی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ملګرو ملتونو تېره شپه ویلي چې د درېیو میاشتو په موده کې، د مې له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۳۱مې پورې، د طالبانو وسله‌والو مخالفانو د دې ډلې پر پوستو او مرکزونو د ۸۸ بریدونو مسؤلیت منلی دی.

خو ملګرو ملتونو د ۵۵ بریدونو ترسره کېدل تایید کړي او د بېلګې په توګه یې په بدخشان کې د «جبهه آزادی افغانستان» له لوري پر زیباک ولسوالۍ د شوي برید یادونه کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته