د طالبانو مشر، هبتالله اخوندزاده، د دې ډلې د درېیو امنیتي چارواکو دندې بدلې کړې دي.
د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد، نن (پنجشنبه، د وږي ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه چارواکي د یو بل پر ځای په نویو دندو ګمارل شوي دي.
سراجالدین احمدي، چې په فاریاب ولایت کې د طالبانو پخوانی امنیه قوماندان و، د دې ډلې د ۲۰۹ الفتح قولاردو د لومړۍ پلي لوا د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
ملا نادر حقجو، چې د طالبانو د ۲۰۹ الفتح قولاردو د لومړۍ پلي لوا پخوانی قوماندان و، په سمنګان ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
مخدوم عبدالخبیر، چې په سمنګان ولایت کې د طالبانو پخوانی امنیه قوماندان و، په فاریاب ولایت کې د دې ډلې د امنیه قوماندان په توګه ګمارل شوی دی.
