چین: ایران او امریکا دې منطقي عمل وکړي او د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک ته دې ستانه شي

Oplus_131072

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌یي له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره تر لیدنې وروسته له ایران او امریکا وغوښتل چې منطقي چلند وکړي او د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک ته بېرته ستانه شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، د وږي ۲۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې وانګ‌یي او عراقچي په بیجینګ کې سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.

د چین او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د مسایلو، په ځانګړي ډول د ایران او امریکا د جګړې او د هرمز تنګي په اړه خبرې کړې دي.

وانګ‌یي ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د شخړې دوام او اوږدېدل د ښکېلو اړخونو او نړیوالې ټولنې په ګټه نه دي.

هغه زیاته کړې: «چین له ایران او امریکا غواړي چې منطقي چلند وکړي، زغم غوره کړي او هرڅومره ژر چې ممکنه وي، د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک ته بېرته ستانه شي.»

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دواړه هېوادونه باید د شویو هوکړو پر بنسټ د خبرو اترو میکانیزم بېرته فعال کړي او د خپلو اړوندو موضوعاتو په اړه بنسټیزې مشورې او خبرې ترسره کړي.

وانګ‌یي له ټولو اړخونو هم غوښتي چې د هرمز تنګي د ژر تر ژره بېرته پرانیستلو، د نړیوالو اوبو د لارو د امنیت او پرانیستې ساتلو، او د انرژۍ د لېږد او د تولید او اکمالاتو د ځنځیرونو د ثبات د تضمین لپاره اغېزمن اقدامات وکړي.

هغه یمن او سره سمندر ته د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو د پراخېدو په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې ټول اړخونه باید له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې وضعیت لا پېچلی کوي او خپلې ستونزې باید د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل کړي.

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم پر «ایکس» شبکې له وانګ‌یي سره د خپلې لیدنې یو انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې په چین کې یې له خپلو شریکانو سره «بریالي مذاکرات» کړي دي.

هغه ویلي چې ایران له چین سره هغه ستراتیژیکې ملګرتیا ته ډېر ارزښت ورکوي چې د وخت په تېرېدو سره رامنځته شوې ده.

عراقچي زیاته کړې: «د نن ورځې پرېکړې به په سیمه کې د راتلونکي ستراتیژیک توازن بڼه وټاکي او پراخې او سترې پایلې به ولري. د سولې هغه څلور اصول چې د ولسمشر شي جین‌پینګ له خوا مطرح شوي، مهم رول لري.»

په هغه څلور ماده‌ییز طرحه کې چې ښاغلي شي د روان کال په پسرلي کې وړاندې کړې، چین له ټولو هېوادونو غوښتي چې د «سوله‌ییز ګډ ژوند، د یو بل د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوي، د نړیوالو قوانینو رعایت، او د پرمختګ او امنیت ترمنځ د توازن» اصول مراعات کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته