د انټرنېټ پر محدودېدو اندېښنې؛ د طالبانو د مخابراتو وزارت د «کورني انټرنېټ د تبادلې مرکز» له جوړېدو خبر ورکړ

Oplus_131072

د طالبانو تر کنټرول لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د «افغانستان د انټرنېټ د تبادلې مرکز» د طرحې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د دغه مرکز د جوړولو موخه د کورني انټرنېټي ټرافیک خوندي کول دي.

دغه وزارت نن (پنجشنبه، د وږي ۲۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې پروژې د پلي کولو لپاره د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت تجهیزات، سیستمونه، تخنیکي خدمتونه او نور وسایل برابر او نصب شوي دي.

د مخابراتو وزارت ویلي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به په هېواد کې د انټرنېټي ټرافیک د کورنۍ تبادلې لپاره مهمه زیربنا رامنځته شي. د دې کار موخه د کورني انټرنېټي ټرافیک د لا ښه مدیریت، د اړیکو د کیفیت او سرعت د ښه والي، د معلوماتو د امنیت د پیاوړتیا او له بهرنیو مسیرونو پر زیربناوو د اتکا د کمولو په توګه ښودل شوې ده.

دغه وزارت ویلي چې د پروژې مهمې برخې فایروالونه، سرورونه، د بیک‌اپ سیستمونه، مجازي‌سازي، د انټرنېټي ټرافیک د شننې سیستمونه، د لاګونو مدیریت او نور تجهیزات دي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت زیاته کړې چې دغه پروژه په کور دننه د وېب‌پاڼو، برېښنالیک، «Shared Hosting» او نورو ډیجیټلي خدمتونو د کوربه‌توب لپاره لازم ظرفیت برابروي. د وزارت په وینا، دا چاره کولای شي د دولتي ادارو، ښوونیزو بنسټونو او خصوصي سکتور اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولري.

د دې ډول سیستم بېلګه د ایران حکومت هم جوړه کړې ده چې ورته «ملي انټرنېټ» وايي. دا یو داخلي شبکه ده چې کاروونکو ته اجازه ورکوي د هېواد له دننه وېب‌پاڼو او خدمتونو سره وصل شي. په تېرو لږ تر لږه یوه کال کې د ایران حکومت درې ځله د جګړې او اعتراضونو له امله انټرنېټ پرې کړی او د دغه هېواد د وګړو لاسرسی یې یوازې تر داخلي شبکې محدود کړی دی.

طالبان په داسې حال کې د «کورني انټرنېټ د تبادلې مرکز» د جوړېدو خبر ورکوي چې په افغانستان کې هم د انټرنېټ د محدودېدو یا بشپړ پرې کېدو په اړه اندېښنې شته.

دغه ډلې تېر کال، د نامعلوم دلیل له امله، د دوو ورځو لپاره د هېواد ټول انټرنېټي او مخابراتي خدمتونه بند کړي وو. له دې سراسري بندښت مخکې د طالبانو مشر د فایبر نوري انټرنېټ د بندولو امر هم صادر کړی و.

طالبانو په دې وروستیو کې د «سټارلنک» سپوږمکیز انټرنېټ کارول هم منع اعلان کړي دي.

په تېرو پنځو کلونو کې، سره له دې چې طالبانو د افغانستان د وګړو پر حقونو او ازادیو سخت محدودیتونه لګولي، په هېواد کې لا هم انټرنېټ ته لاسرسی شونی دی؛ که څه هم د افغانستان انټرنېټ ورو او ګران دی.

د انټرنېټ فعال پاتې کېدل د طالبانو د اقداماتو څارنه ممکنه کړې او په ورته وخت کې د دې ډلې ځینې محدودیتونه هم له ننګونې سره مخ کوي. طالبانو د ښځو او نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی، خو بیا هم یو شمېر ښځې او نجونې هڅه کوي خپلې زده‌کړې د انټرنېټ له لارې دوام ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته