د پاکستان د فدرالي حکومت د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطاالله تارړ، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي پر «ترهګرو ته د اسانتیاوو برابرولو» تور لګولی دی.
ښاغلي تارړ د جمعې په شپه (د میزان ۳مه) پر اېکس شبکې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې افریدي تر یوه اعلی وزیر ډېر د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د یوه قوماندان په څېر عمل کوي.
هغه ویلي: «د خیبر پښتونخوا حکومت ترهګرو ته بشپړ امکانات او اسانتیاوې برابروي؛ دا د هغوی د پالیسۍ یوه برخهاته کړې چې د دوی په وینا، د خیبر پښتونخوا حکومت د پاکستاني طالبانو ده. سهیل افریدي تر یوه اعلی وزیر کم او د تحریک طالبان پاکستان د یوه قوماندان په څېر ډېر ښکاري.»
تارړ زیاته کړې چې د دوی په وینا، د خیبر پښتونخوا حکومت د پاکستاني طالبانو د تحریک (TTP) «بي ټیم» او د افغانستان د طالبانو د تحریک (TTA) «سي ټیم» دی.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي، چې په دې وروستیو کې یې د نیولو حکم هم صادر شوی، له پېښور څخه اسلاماباد ته د یوه لوی لاریون د پیلولو په حال کې دی.
هغه له خپلو ګوندي ملګرو او د پاکستان تحریک انصاف (PTI) له پلویانو غوښتي چې د میزان په ۱۲مه اسلاماباد ته په یوه لوی لاریون کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې وه چې دغه لاریون سبا، یکشنبه (د تلې ۵مه)، ترسره شي؛ خو د ځینو لاملونو له امله، د سختو امنیتي محدودیتونو، د اسلاماباد پر لور د ټولو سړکونو د کانتینرونو په وسیله د تړل کېدو او د امنیتي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په ګډون، لاریون ځنډول شوی دی.
د تحریک انصاف ګوند او د هغه پلویانو د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د دغه ګوند د بنسټګر عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. تر دې وړاندې هم لږ تر لږه څلور ځله د عمران خان د خوشې کېدو لپاره پراخ لاریونونه او اعتراضونه شوي، چې د خیبر پښتونخوا د سیمهییز حکومت مشران هم پکې ښکېل وو. په دې وروستیو کې د عمران خان یوه خور هم نیول شوې ده.
د پاکستان د فدرالي حکومت د اطلاعاتو او خپرونو وزیر د خیبر پښتونخوا د سیمهییز حکومت مشرانو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «که جرئت لرئ، مخکې راشئ.»
