د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، په نړۍ کې د اټومي ناورین ګواښ بېرته راګرځېدلی دی.
ښاغلي ګوترېش نن (شنبه، د تلې ۴مه) پر اېکس د یوه پیغام په خپرولو سره د یوه خوندي او سولهییز نړۍ لپاره د هڅو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي: «د اټومي ناورین ګواښ بېرته راګرځېدلی دی. خو موږ باید اجازه ورنه کړو چې ناکامۍ زموږ هوډ کمزوری کړي.»
هغه زیاته کړې: «اوس هغه وخت دی چې د وېش پر ځای خبرو اترو، د مقابلې پر ځای ډیپلوماسۍ او د ویجاړۍ پر ځای بېوسلې کولو ته لومړیتوب ورکړو.»
انتونیو ګوترېش د نړیوالې سولې د ټینګښت لپاره د هڅو غوښتنه کړې او ویلي یې دي: «راځئ چې د ټولو لپاره یوه لا خوندي او سولهییزه نړۍ جوړه کړو.»
د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له پیل او له ایران سره د امریکا او اسرائیلو له جګړې وروسته، د احتمالي اټومي ناورین په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
ملګرو ملتونو څو ځله له امریکا غوښتي چې له ایران سره په جګړه او د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو د بریدونو پر مهال د اټومي ناورین د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره لازم احتیاط وکړي.
امریکا د ایران پر دریو اټومي تاسیساتو ــ نظنز، فردو او اصفهان ــ بریدونه کړي دي؛ خو کارپوهانو ویلي چې تر اوسه د راډیواکټیف وړانګو د سمدستي خپرېدو خطر نه لیدل کېږي.
په وروستیو میاشتو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله خبرداری ورکړی چې د ایران پر «کوه کلنګ» هم برید وکړي؛ دا د ایران له مهمو اټومي تاسیساتو څخه یو بل تاسیسات بلل کېږي.
