په نیویارک کې دوه کسان د نتانیاهو د استوګنځي ته نږدې له فاضلابي نل څخه تر راوتلو وروسته نیول شوي

Oplus_131072

په نیویارک کې دوه کسان وروسته له هغه د پولیسو له خوا ونیول شول چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د استوګنځي ته نږدې له یوه فاضلابي نل څخه را ووتل.

د نیویارک پولیسو ویلي، ۲۶ کلن کوین رودریګز او ۲۵ کلن ساموئل ریورون د چهارشنبې په سهار (د تلې لومړۍ نېټه) د منهټن په ۶۱مه کوڅه کې د فاضلاب له یوه سوري څخه راوتلي دي.

«نیویارک پوسټ» په یوه راپور کې لیکلي چې کوین او ساموئل د پنجشنبې په ماښام ونیول شول او د جمعې په ورځ یوې محلي محکمې ته حاضر کړل شول.

پر دواړو د «ملکیت ته د ناقانونه ننوتلو» او «دسیسې» تورونه لګېدلي دي.

د پولیسو څېړنې ښيي چې د چهارشنبې په سهار شاوخوا ۲:۳۰ بجې شپږ کسان د فاضلاب نل ته ننوتلي وو. کوین او ساموئل هغه دوه کسان دي چې شاوخوا ۴:۳۰ بجې د امنیتي کامرو له لارې د فاضلاب له نل څخه د راوتلو پر مهال ثبت شوي دي. د یوه بل کس د راوتلو صحنه هم ثبت شوې، خو هغه تر اوسه نه دی نیول شوی.

د «نیویارک پوسټ» په وینا، کوین او ساموئل د وینزویلا اصله دي. هغوی د «لووز ریجنسي نیویارک» هوټل ته نږدې له فاضلابي نل څخه راوتلي وو؛ دا هغه ځای دی چې ټاکل شوې وه د اسرائیلو لومړی وزیر په کې استوګنه وکړي.

دواړو په محکمه کې په هر ډول دسیسه کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دوی د سرو زرو او نورو قیمتي شیانو په لټه کې وو، چې د دوی په وینا له باران وروسته د ښار فاضلابي نلونو ته داخلېږي.

دواړه تورن کسان د ضمانت په بدل کې خوشې شوي او ټاکل شوې چې د نومبر په میاشت کې بیا محکمې ته حاضر شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته