د برېښنا راوستلو لپاره پیسې ټولې شوې؛ د غزني ښار په څنډو کې سلګونه کورنۍ د برېښنا په تمه دي

Oplus_131072

د غزني ښار د مرکز اړوند د «قلعه شهاده» او «قلعه کلوخک» سیمو اوسېدونکي وايي، شاوخوا دوه نیم کاله وړاندې د سیمې وکیلانو د برېښنا د راوستلو لپاره له هرې کورنۍ پیسې ټولې کړې، خو له دې مودې وروسته لا هم برېښنا نشته او د برېښنا رسولو پروژه درېدلې ده.

دوی د یوه اوسېدونکي د «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته په یوه پیغام کې ویلي چې په قلعه شهاده او قلعه کلوخک کې له ۸ تر ۱۰ په لومړیو ورځو کې د څه مودې لپاره کار وکړ، خو وروسته د پروژې چارې ودرول شوې؛عه شهاده او قلعه کلوخک اوسېدونکي غواړي د پروژې د درېدلو لامل روښانه او راټولو شویو پیسو د حساب ورکولو او د پروژې د مسوولانو د ځواب ویلو غوښتنه کوي.

د دغو سیمو یوه اوسېدونکي د «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته په یوه پیغام کې ویلي چې په قلعه شهاده او قلعه کلوخک کې له ۸ تر ۱۰ زرو پورې کورنۍ ژوند کوي او له لومړنیو ژوندانه اسانتیاوو څخه هم بې برخې دي.

د هغه په وینا، دوه نیم کاله وړاندې د سیمې وکیلانو له هرې کورنۍ څخه د برېښنا د راوستلو په موخه ۱۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ په درې قسطونو کې راټولې کړې او له یوې قراردادي شرکت سره یې د برېښنا د شبکې د جوړولو قرارداد وکړ.

د هغه په خبره، یاد شرکت په لومړیو ورځو کې د څه مودې لپاره کار وکړ، خو وروسته د پروژې چارې ودرول شوې؛ په داسې حال کې چې زرګونه کورنۍ لا هم د برېښنا په تمه دي.

سرچینې زیاته کړې چې د قلعه شهاده او قلعه کلوخک اوسېدونکي غواړي د پروژې د درېدلو لامل روښانه او د راټولو شویو پیسو بشپړ حساب ورکړل شي.

هغوی له سیمه‌ییزو طالب چارواکو او د برېښنا له رسوونکي شرکت څخه غواړي چې دا موضوع په جدي توګه وڅېړي.

هغه وویل: «خلک حق لري پوه شي چې پیسې یې څه شوې او ولې له دوه نیمو کلونو وروسته لا هم په تیارو کې ژوند کوي.»

د سیمې د وکیلانو له خوا د اضافي پیسو اخیستل

د قلعه شهاده یوه اوسېدونکي وویل چې د دې سیمې وکیلانو له خلکو څخه د نورو سیمو په پرتله ۵۰۰ افغانۍ زیاتې اخیستې دي.

د هغه په وینا، د مهاجرینو ښارګوټي، توحیدآباد او نورو سیمو له اوسېدونکو څخه د برېښنا د شبکې د جوړولو لپاره ۱۵ زره افغانۍ راټولې شوې، خو د قلعه شهاده او قلعه کلوخک له اوسېدونکو څخه ۱۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ اخیستل شوې دي.

سرچینې وویل، ادعا کېږي چې دغه اضافي ۵۰۰ افغانۍ د سیمې وکیلانو ترمنځ وېشل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې خلک غواړي له قلعه شهاده او قلعه کلوخک څخه د اضافي پیسو اخیستلو دلیل روښانه شي.

افغانستان خپله برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه هم واردوي. له دې سره سره، وارداتي برېښنا د هېواد د اړتیا یوازې یوه برخه پوره کوي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د افغانستان ۴۲ سلنه نفوس برېښنا ته لاسرسی لري چې له دې ډلې ۹۰ سلنه په ښاري سیمو کې ژوند کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته