«د افغانستان د ازادۍ جبهه» وايي چې د دې جبهې او طالبانو د ځواکونو ترمنځ نښته نن، شنبه د تلې په ۴مه، سهار د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې پیل شوې او لا هم دوام لري.
دې جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو د ځمکنیو ځواکونو او څو «بېپیلوټه الوتکو» په کارولو سره د دوی پر مورچو برید کړی دی.
«د افغانستان د ازادۍ جبهه» زیاتوي چې ځواکونو یې د طالبانو پر برید دفاع کړې او وروسته یې د دې ډلې پر وړاندې «ځوابي برید» پیل کړی دی.
د دې جبهې په ادعا، د برید پر مهال د طالبانو «څو پوستې» د دوی ځواکونو نیولې دي او د طالبانو ځواکونه د «ارندو» سیمې، د نورستان د کامدېش ولسوالۍ له ځینو برخو او د کونړ د نرۍ ولسوالۍ له سیمو څخه شاتګ ته اړ شوي دي.
د «افغانستان د ازادۍ جبهې» په وینا، په دغو سیمو کې نښتې په شدیده توګه روانې دي.
په نورستان کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
