په خیبر پښتونخوا کې چاودنه؛ لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

Oplus_131072

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا ایالت د «ډېره اسماعیل خان» په سیمه کې د پولیسو پر یوه امنیتي پوسته د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، د ژغورنې ادارې مسوولینو ویلي چې دا چاودنه نن، شنبه، د «امان میله» په سیمه کې شوې ده. په وژل شویو کسانو کې اته نارینه، دوه ښځې او یو ماشوم شامل دي.

د راپور له مخې، له ټپیانو څخه ۱۸ کسان تر لومړنیو مرستو وروسته د لا درملنې لپاره د «درازنده» سیمې روغتیايي مرکزونو او د ډېره اسماعیل خان «مفتي محمود» روغتون ته لېږدول شوي دي.

«ډان» لیکلي چې د ژغورنې عملیات او له خاورو او کنډوالو څخه د قربانیانو د را ایستلو چارې لا هم په سیمه کې روانې دي.

پولیسو ویلي چې د پولیسو څو سرتېري، د ګمرک کارکوونکي او دوه ملکي وګړي هم د دې چاودنې په ټپیانو کې شامل دي.

د «ډان» د راپور له مخې، هغه امنیتي پوسته چې برید پرې شوی، د «ډي‌خان ـ کوټې» پر مسیر د امنیت او تلاشي لپاره جوړه شوې وه.

تر اوسه هېڅ فرد یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

خیبر پښتونخوا په پاکستان کې له افغانستان څخه د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغه هېواد له ناامنو ایالتونو څخه بلل کېږي.

یوه اوونۍ مخکې د همدې ایالت په کوهاټ ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مجتمع چاودنه او برید وشو چې له امله یې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول او له ۱۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شول. د دغه برید مسوولیت «اتحادالمجاهدین» ډلې، چې مشري یې حافظ ګل بهادر کوي، پر غاړه واخیست.

پاکستان د هغه برید په غبرګون کې د افغانستان په کنړ او پکتیا ولایتونو کې پر ځینو اهدافو بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې د «تحریک طالبان پاکستان» او د هغوی د اړوندو ډلو پټنځایونه یې په نښه کړي او ۲۸ «ترهګر» یې وژلي دي. خو په افغانستان کې طالبانو وویل چې بریدونه پر «ملکي سیمو» شوي او په کنړ کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته