د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وایي چې له جګړهییزو بندیانو او سیاسي زندانیانو سره د طالبانو چلند غیرانساني او د بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې دی.
دې جبهې نن (یکشنبه، د تلې ۵مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو کړنې غندلې دي.
په اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان ملي مقاومت جبهه د ترهګرې ډلې طالبانو له خوا له جګړهییزو اسیرانو او سیاسي زندانیانو سره غیرانساني او د بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې چلند په کلکه یو ځل بیا غندي.»
د افغانستان ملي مقاومت جبهې له نړیوالو بشري حقونو سازمانونو او اغېزناکو اسلامي هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د «ترهګرۍ، ځپنې او وحشت د کلتور» د لا پیاوړتیا مخه ونیسي.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجاني څه موده مخکې ویلي وو چې په تېرو پنځو کلونو کې د دې جبهې له زرو ډېر غړي له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي او سلګونه نور د طالبانو له خوا نیول شوي دي چې له بد چلند سره مخ دي.
طالبانو لږ تر لږه دوه ځله نور هم د ځینو کسانو د اعتراف ویډیوګانې خپرې کړې او هغوی یې د خپلو وسلهوالو مخالفو جبهاتو غړي بللي دي.
د روان کال په پسرلي کې د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ کې ۱۱ کسان د «ملي سرتېرو جبهې» د غړو په توګه ونیول شول او د هغوی د اعتراف ویډیو خپره شوه. وروسته دې جبهې اعلان وکړ چې نیول شوي کسان بېګناه ځايي اوسېدونکي دي.
پرون چې د افغانستان د آزادۍ جبهې په نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته وکړه، طالبانو یوه ویډیو خپره کړه او ادعا یې وکړه چې د دې جبهې له ۱۰ ډېر غړي نیول شوي دي.
په هغو ویډیوګانو کې چې د دې پېښې په تړاو خپرې شوې، نیول شوي کسان وایي چې دوی له ایران څخه پاکستان ته انتقال شوي وو او وروسته د افغانستان خاورې ته داخل شوي، خو د نښتې په دویمه ورځ یې ځانونه تسلیم کړل.
د افغانستان د آزادۍ جبهې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
