د الوتکې د تښتونې خبرداری؛ د فلای‌دبي اسرائیلو ته تلونکې الوتنې مسیر بدل کړ او سعودي عربستان کې ښکته شوه

Oplus_131072

اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې د فلای‌دبي یوه الوتکه چې له دوبۍ څخه تل‌ابیب ته روانه وه، د بېړني سیګنالونو او د الوتکې د تښتونې د خبرداري کوډ له لېږلو وروسته خپل مسیر بدل کړ او په سعودي عربستان کې یې بېړنۍ ناسته وکړه.

د «ټایمز آف اسرائیل» ورځپاڼې د راپور له مخې، دې الوتکې نن چهارشنبه، د تلې په ۸مه، له دوبۍ څخه تل‌ابیب ته د الوتنې پر مهال، د سعودي عربستان له فضا څخه لومړی د ۷۷۰۰ کوډ واستاوه چې د عمومي بېړني حالت ښکارندوی دی. وروسته یې د لنډ وخت لپاره ۷۵۰۰ کوډ واستاوه؛ دا هغه کوډ دی چې په نړیوال هوايي چلند کې د «غیرقانوني مداخلې» او د احتمالي الوتکې تښتونې لپاره کارول کېږي.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، الوتکې هم‌مهاله خپل مسیر د سعودي عربستان پر لور بدل کړ او ارتفاع یې راکمه کړه.

د خبرداري له ترلاسه کېدو وروسته، د اسرائیلو د هوايي ځواک څو جنګي الوتکې د وضعیت د څېړلو لپاره هوا ته پورته شوې.

په همدې وخت کې، د الوتکې د تښتونې د خبرداري له خپرېدو سره سم، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه هېواد د دفاع وزیر اسرائیل کاتز بېړنۍ امنیتي غونډه ترسره کړه.

«ټایمز آف اسرائیل» لیکلي چې الوتکه له شاوخوا ۱۸۰ سرنشینو سره د سعودي عربستان په شمال‌لوېدیځ کې د تبوک هوايي ډګر پر لور ولاړه او هلته یې ناسته وکړه.

د الوتکې له ناستې وروسته، د اسرائیلو له امله شوي وي. خو د دې پېښې جزئیات تر اوسه د فلای‌دبي شرکت، د متحده عربي اماراتو یا سعودي عربستان د هوايي چلند چارواکو له خوا په رسمي ډول نه دي اعلان امنیتي سرچینو ویلي چې د الوتکې د تښتونې احتمال رد شوی دی.

د امنیتي سرچینو په وینا، د خبرداري کوډونو لېږل ښايي د «دوو پیلوټانو ترمنځ د شخړې» له امله شوي وي. خو د دې پېښې جزئیات تر اوسه د فلای‌دبي شرکت، د متحده عربي اماراتو یا سعودي عربستان د هوايي چلند چارواکو له خوا په رسمي ډول نه دي اعلان شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته