ځایي سرچینې «اطلاعات روز» ته وایي چې د کابل-جلالاباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د سرچینو په وینا، دا پېښه تېره شپه (جمعه، د تلې ۱۰مه) د کابل-جلالاباد پر لویه لار د ماهیپر اړوند د «تنګي» په سیمه کې شوې ده.
سرچینې وایي چې یو فیلډر موټر د چټک تګ او بېاحتیاطۍ له امله لومړی له غره سره ټکر کړی او وروسته یې اور اخیستی دی
د سرچینو په خبره، د طالبانو د اور وژنې ډلې پر وخت نه رسېدو له امله موټر په بشپړ ډول سوځېدلی دی.
د کابل-جلالاباد لویه لار د افغانستان له هغو مهمو لارو څخه ده چې وخت ناوخت پکې د ترافیکي پېښو له امله مرګژوبله رامنځته کېږي.
