په کندهار کې د طالبانو والي: له القاعدې، ټي ټي پي او بي اېل اې سره مې لیدنه نه ده کړې

په کندهار کې د طالبانو د والي ملا شیرین دفتر وايي، نوموړي د القاعدې شبکې، پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) او د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي اېل اې) له استازو سره لیدنه نه ده کړې.

د طالبانو د والي دفتر نن (جمعه، د تلې ۱۰مه) پر اېکس د یوه پیغام په خپرولو سره د پاکستان د پوځ د ویاند احمدشریف چوهدري ادعا رد کړې ده.

د والي دفتر ویلي: «موږ د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعا ردوو چې ګواکې په کندهار کې د بهرنیو وسله‌والو په حضور او د دغه ولایت د والي په مشرۍ کومه غونډه شوې ده.»

د طالبانو د والي دفتر زیاته کړې چې دوی «د بهرنیو وسله‌والو د بللو او یا له هغوی سره د ناستې جوړولو هېڅ اړتیا نه لري.»

ښاغلي چوهدري پرون په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین د روان میلادي کال د اګست په ۲۶مه د القاعدې له استازو، د بلوڅو د وسله‌والو مشر بشیر زیب او د ټي ټي پي د یوې څانګې له مشر حافظ ګل بهادر سره لیدنه کړې ده.

هغه زیاته کړې وه چې طالبانو له دغو ډلو سره هوکړه کړې چې د پاکستان د حکومت پر ضد په عملیاتو کې به همکاري کوي او خپل ځواکونه به سره مدغموي.

اسلام‌اباد پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) او د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي اېل اې) د «فتنة الخوارج» او «فتنة الهند» په نومونو یادوي او ادعا کوي چې دغه وسله‌والې ډلې له هند څخه مالي او پوځي ملاتړ ترلاسه کوي، په افغانستان کې حضور لري، روزنیز مرکزونه او پټنځایونه لري او د افغانستان له طالبانو سره په همغږۍ او همکارۍ د پاکستان د خلکو او حکومت پر ضد «ترهګریز بریدونه» ترسره کوي.

خو د افغانستان طالبانو او د هند حکومت تل په پاکستان کې د دغو وسله‌والو ډلو په فعالیتونو او ملاتړ کې لاس لرل رد کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او د ټي ټي پي او بي اېل اې د بریدونو له زیاتېدو وروسته، د پاکستان پوځ لسګونه ځله د افغانستان پر خاوره، په ځانګړي ډول په سرحدي سیمو کې، هوايي بریدونه کړي دي.

پاکستان وايي په دغو بریدونو کې «ترهګر» په نښه کوي، خو طالبان وايي چې ملکي وګړي پکې بمبارېږي. په ځینو مواردو کې، د هلمند، کونړ او پکتیا په ګډون، ملګرو ملتونو د ملکي وګړو وژل کېدل هم تایید کړي دي

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته