د بشري حقونو سازمان ههنگاو راپور ورکړی چې د ایران حکومت تېره میلادي میاشت پنځه افغان وګړي اعدام کړي دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، د سپټمبر په میاشت کې د ایران د اسلامي جمهوریت په بېلابېلو زندانونو کې د ۶۸ بندیانو د اعدام حکمونه عملي شوي دي.
ههنگاو ویلي چې دغه شمېر د تېرې میاشتې په پرتله لږ تر لږه ۲۳،۵ سلنه، چې ۲۱ موارد کېږي، کم سوی دی. د اګست په میاشت کې ۸۹ بندیان اعدام شوي وو.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، د اګست په میاشت کې هم څلور افغان وګړي اعدام سوي وو، په داسې حال کې چې تر هغې وړاندې، یعنې د جولای په میاشت کې، د ایران حکومت یو افغان وګړی اعدام کړی و.
په ایران کې د اعدام پر سزا محکومو افغان وګړو عمده جرمونه د نشهيي توکو قاچاق او وژنه ښودل شوي دي.
په ایران کې افغان وګړي د دغه هېواد د بهرنیو بندیانو تر ټولو لویه برخه جوړوي. په وروستیو کلونو کې په ایران کې د افغان بندیانو شمېر شاوخوا شپږ زره تنه ښودل شوی و.
په وروستیو کلونو کې د ایران او د طالبانو د حکومت ترمنځ د هوکړې له مخې، یو شمېر افغان بندیان افغانستان ته لېږدول شوي دي.
هانگاو: په یوه میاشت کې په ایران کې پنځه افغان وګړي اعدام شوي
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
