د متحده عربي اماراتو لوی څارنوال حمد سیف الشامسي وايي، د فلایدوبۍ الوتکې د پېښې په اړه څېړنو ښودلې چې مرستیال پیلوټ هڅه کړې ترهګریز اقدام ترسره کړي.
د متحده عربي اماراتو د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، الشامسي ویلي چې مرستیال پیلوټ د الوتنې پر مهال د یوې «بیړنۍ تبر» په وسیله د پیلوټانو په کابین کې پر اصلي پیلوټ برید کړی او هڅه یې کړې چې د الوتکې کنټرول په خپل لاس کې واخلي.
بیړنۍ تبر معمولاً د پیلوټانو په کابین کې ساتل کېږي، څو د اړتیا پر مهال ترې استفاده وسي.
د اماراتو لوی څارنوال ویلي، د پېښې د ټولو جزیاتو، انګېزې او له دې پېښې سره د احتمالي تړاوونو د معلومولو لپاره څېړنې لا هم روانې دي.
د هغه په وینا، د پېښې تخنیکي ارزونې او د فزیکي او ډیجیټلي شواهدو تحلیل هم روان دی.
د فلایدوبۍ FZ1073 الوتکه چې تېره چهارشنبه له دوبۍ څخه اسرائیلو ته روانه وه، د هوايي چلند د راپور او د پیلوټانو ترمنځ له نښتې وروسته په سعودي عربستان کې ښکته شوې ده.
ویل کېږي چې مرستیال پیلوټ پر اصلي پیلوټ برید کړی او هغه یې ټپي کړی دی.
چارواکو ویلي، د مرستیال پیلوټ اقداماتو الوتکه چې ۱۸۲ کسان پکې سپاره وو، د لوېدو له ګواښ سره مخ کړې وه، ځکه هغه الوتکه په ډېر تېز ډول ښکته کړې وه.
اسرائیلي چارواکي وايي، مرستیال پیلوټ چې ویل کېږي د عمان تابعیت لري، غوښتل الوتکه راوغورځوي؛ خو د ټپي شوي اصلي پیلوټ پر وخت اقدام او د پیلوټانو د کابین د دروازې پرانیستل د دې لامل سول چې د الوتکې نورو کارکوونکو او مسافرو مرستیال پیلوټ مهار کړي او الوتکه له لوېدو وژغوري.
په دې اړه یوه باخبره سرچینه وايي، عمان د دې اندېښنې له امله چې مرستیال پیلوټ ښايي له افراطي نظریاتو سره تمایل ولري، هغه له الوتنې منع کړی و.
دغه سرچینه چې د روانو څېړنو له امله یې نه غوښتل نوم یې څرګند سي، ویلي چې له دې وروسته په متحده عربي اماراتو کې مېشتې فلایدوبۍ هوايي شرکت هغه په دنده ګومارلی دی.
تر اوسه معلومه نه ده چې فلایدوبۍ د هغه د استخدام پر مهال د نوموړي پخواني سوابق او وړتیاوې تر کومې کچې ارزولي دي. والسټریټ ژورنال لومړنۍ رسنۍ وه چې راپور یې ورکړی و چې عمان نوموړی له الوتنې منع کړی و.
د څېړنو له بهیر څخه یوې باخبره سرچینې ویلي، مرستیال پیلوټ په متحده عربي اماراتو کې زېږېدلی او مور یې سوریایي ده.
د اماراتو لوی څارنوال: د فلایدوبۍ مرستیال پیلوټ غوښتل ترهګریز اقدام وکړي
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
