طالب جنګیالی: په یوه ورځ مې په پنجشېر کې ۱۴ کسان وژلي دي

انځور: ارشیف


د طالبانو یوه جنګیالي له یوه بهرني یوټیوبر سره په خبرو کې ویلي، چې په یوه ورځ یې په پنجشېر کې ۱۴ کسان وژلي دي.

بریتانوي یوټیوبر ویل بیلي په دې وروستیو کې افغانستان ته د خپل سفر یوه ویډیو خپره کړې ده.

هغه د دې ویډیو په یوه برخه کې له یوه طالب جنګیالي سره خبرې کړې او له نوموړي یې پوښتلي چې کله یو څوک وژني، څه احساس کوي؟

دغه طالب جنګیالي ویلي، کله چې هغه څوک وژني چې د ده په وینا «کافر» وي یا «شریعت نه مني»، هېڅ ډول احساس نه کوي او داسې کس لکه «چرګ» وژني؛ خو که څوک د دښمنۍ له امله ووژني، نو احساس یې توپیر لري.

ویل بیلي له نوموړي پوښتلي چې تر اوسه یې څو کسان وژلي دي. هغه ویلي، یوازې یوه پېښه یې په یاد ده او هغه په یوه ورځ په پنجشېر کې د ۱۴ کسانو وژل دي.

د ویل بیلي ژباړونکي وضاحت ورکړی چې دغه طالب په پنجشېر کې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» غړي وژلي دي.

په ټولنیزو شبکو کې د دې ویډیو خپرېدو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ټولنیزو شبکو کاروونکو د طالبانو د دغه غړي څرګندونې د جنایت په اړه اعتراف بللی دی.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې، هغه مهال چې د افغانستان ټول ولایتونه یې نیولي وو، په پنجشېر کې له وسله‌وال مقاومت سره مخ شول. د مقاومت ځواکونو څو ورځې د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړ، خو په پای کې طالبانو پنجشېر هم ونیو.

طالبان په پنجشېر کې د بشري حقونو په پراخو سرغړونو، له هغې ډلې د بندیانو په وژلو، تورن شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته