په تخار ولایت کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو تایید کړې چې د سرو زرو کان د نړېدو له امله پنځه کارګران مړه شوي دي.
په تخار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو آمر نقیبالله مسرور ویلي، چې د چاهآب ولسوالۍ د شاهمستان درې په سیمه کې یو کان نړېدلی دی.
هغه د دې پېښې د رامنځته کېدو د وخت په اړه څه نه دي ویلي او زیاته کړې یې ده چې نور جزیات به وروسته خپاره شي.
تېره اوونۍ هم د تخار د چاهآب ولسوالۍ په یوه کان کې د نړېدو له امله ۱۰ کارګران تر خاورو لاندې بند پاتې شوي وو. هغوی دوه ورځې وروسته له خاورو لاندې ژغورل شوي وو.
د کانونو نړېدل، ګاز نیول او چاودنې په افغانستان کې د کانونو له معمول پېښو څخه ګڼل کېږي. غیرمعیاري استخراج او د خوندیتوب تدابیرو نه مراعتول د دغو مرګونو پېښو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.
د سرو زرو کان نړېدو په تخار کې د پنځو کارګرانو ژوند واخیستی
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
