کونړ کې زلزله‌ځپلو کورنیو ته ۲۲۶ کورونه جوړ شوي

د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د تېر کال زلزله‌ځپلو کورنیو ته ۲۲۶ استوګنیز کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د کونړ لپاره د طالبانو د ولایت مقام رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کورونه د نورګل ولسوالۍ په ماماګل سیمه کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوي او نن (سې‌شنبه، د تلې ۲۱مه) زلزله‌ځپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دغو کورونو جوړول د افغانستان د بشري خدمتونو صندوق په مالي ملاتړ او د ناروې کمېټې په تخنیکي همکارۍ ترسره شوي دي. پر هر کور ۲۳۷۲ امریکايي ډالره لګښت شوی او د کورونو د جوړولو لپاره یې معادل افغانۍ کورنیو ته ورکړل شوې وې.

د دغو کورونو د جوړېدو سربېره، لا هم د کونړ په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې سلګونه کورنۍ د سرپناه د نشتوالي له امله تر کېږدیو لاندې ژوند کوي.

د ۲۰۲۵ کال د اګست پر ۳۱مه، د شپې شاوخوا ۱۲ بجې یوې زورورې زلزلې د کونړ نورګل، څوکۍ او ځینې نورې سیمې ولړزولې. د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په دې زلزله کې ۲۲۰۵ کسان مړه او ۳۶۴۰ نور ټپیان شوي وو، زرګونه استوګنیز کورونه ویجاړ شوي او پراخ مالي زیانونه اوښتي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته