د طالبانو تر کنټرول لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، چې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله ۶۷۹ کسان مړه شوي او یو زر او ۶۴۳ نور ټپیان شوي دي.
دغه شمېرې نن (سېشنبه، د تلې ۲۱مه) د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو له نړیوالې ورځې سره هممهاله خپرې شوې دي.
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې طبیعي پېښو څلور زره او ۴۷۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي او ۱۱ زره او ۶۶۴ نور یې زیانمن کړي دي.
د دغه وزارت په وینا، په همدې موده کې ۴۹۶ هټۍ، ۱۰۱ جوماتونه، ۲۸ ښوونځي، درې کلینیکونه، درې زره او ۸۰۸ چینې او کاریزونه، یو زر او ۷۴۴ کیلومتره سړکونه، د برېښنا ۹۵ شبکې او ۱۹۵ پلونه او پلچکونه هم ویجاړ شوي دي.
همدارنګه، د ۷۷ زره او ۸۷۴ جریبه کرنیزې ځمکې حاصلات او د ۱۰ زره او ۴۳۸ بڼونو محصولات له منځه تللي او شپږ زره او ۸۶۵ لمریز تختې هم ویجاړې شوې دي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، چې په ټولیز ډول ۴۴ زره او ۹۱۸ کورنۍ د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي.
د دغه وزارت په وینا، له بېلابېلو بنسټونو سره په همکارۍ ۲۳۷ زره او ۱۹۸ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي وېشل شوي دي. همدارنګه، ۳۸۳ زره او ۱۳۳ کورنیو ته په ټولیز ډول د یو میلیارد او ۸۶۸ میلیونه افغانیو نغدي مرستې ورکړل شوې دي.
دغه اداره زیاتوي، چې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو په برخه کې یې ۱۹۶ مخنیوي پروژې پلې کړې او دوه زره او ۵۰ هغه کورونه یې ترمیم او بېرته جوړ کړي، چې د پېښو له امله ویجاړ شوي وو.
افغانستان په وروستیو کلونو کې د مرګونو زلزلو او سختو سیلابونو شاهد و. دغه هېواد د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ له زیانمنونکو هېوادونو څخه ګڼل کېږي.
