د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې د «فتاح-۲» په نوم یې د اوږد واټن بالستیک توغندی په بریالیتوب ازمویلی دی.
د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې، چې نن (سېشنبه، د تلې ۲۱مه) خپره شوې، راغلي چې دغه توغندی د خپل ځانګړي الوتنیز مسیر او مانور وړتیا له امله کولای شي هدفونه په لوړ دقت وولي او د دښمن د توغندیو له دفاعي سیسټمونو څخه تېر شي.
د پاکستان پوځ ویلي، د «فتاح-۲» د واټن زیاتوالی به د دغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو عملیاتي وړتیا پیاوړې کړي، څو لرې هدفونه او د دښمن د خاورې دننه سیمې په نښه کړي.
د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر د دغه توغندي د بریالۍ ازموینې له امله د دغه هېواد پوځ او ساینسپوهانو ته مبارکي ویلې ده.
د پاکستان پوځ د دغه توغندي د دقیق واټن په اړه معلومات او جزئیات نه دي خپاره کړي.
پاکستان تر اوسه د «فتاح» توغندیو څو نسلونه معرفي کړي دي. دغه هېواد په ۲۰۲۵ کال کې د لومړي ځل لپاره د «فتاح-۴» توغندي د ازموینې خبر هم ورکړی و.
پاکستان د «فتاح» تر څنګ د «شاهین»، «غوري» او «غزنوي» په نومونو څو ډوله نور توغندي او د «بابر» او «رعد» کروز توغندي هم لري. دغه هېواد په وروستیو کلونو کې له افغانستان او هند سره د ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره هممهاله د خپل توغندیز دفاعي سیسټم د پیاوړتیا هڅې کړې دي.
